ځيني کاندیدان ابتدایې سواد نه لري
جلالزی جلالزی

د بښنې د نړیوال سازمان  د آسیایي څانګي مشر پر افغان حکومت، نړیوالې ټولني او د افغانستان د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر  چارواکو غږ کړی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د جنګ سالارانو د ګډون مخه ډب کړي.سام ضیا ظریفي په یوه ځانګړي مرکه کې ویره څرګنده کړه چې د افغانستان په انتخاباتو کې به د وسله والو ډلو د مالکینو او د هغو کسانو شتون چې په بشري جنایتونو تورن دي، د افغانستان خلګ له روان جریان څخه نا هیلي کړي او د افغانستان اساسي قانون به تر پوښتني لاندي راولي.

نوموړي دغه څرګندوني په راتلونکو انتخاباتو کې د  کاندیدانو د اپتدایې نوم لړ په غبرګون کې وکړي.

ښاغلی ظریفي وویل چې په دغه نوم لړ کې شته داسي نومونه چې  لا  یې تر مخي د سوالیې علامه ایښي ده او دا په دې معنی چې دغه کسان سم لرغونتوب نه لري، په  جنګي جنایتونو تورن دي.

د  بښنې نړیوال سازمان د آسیا د څانګي مشر همد راز زیاته کړه  چې په  دغه لیست کې هم د طالبانو د سقوط څه وروسته او هم د طالبانو دحکومت پر مهال د موجودو یو شمیر هغو کسانو نومونه لیدل کیږي  چې وسله وال ګروپونه یې لرل، خلګ یې شکنجه کړي، وژلي او ملي شتمنۍ یې لوټ کړي دي.

 نوموړي د افغانستان د ټول ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتنه وکړه چې له دغې مسلې سره جدي چلند وکړي او په ټاکنو کې د هغو کسانو د ګډون مخه ونیسي چې په جنګي جنایت کارانو پیژندل کیږي.

ښاغلي ظریفي یو ځل بیا په  افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروسې د تطبیق غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې که  چیرته په بشري جنایتونو تورن کسان محاکمه نه شي او په ټاکنو کې ګډون وکړي د هغوي تر بریالي توب وروسته به یو ځل بیا افغانان دا پوښتنه را پورته کړي چې ولي بیا دغه کسان واک ته ورسیدل او دغه کار به له رژیم څخه د هغوي د مایوسۍ لامل وګرځي

نصرالله ستانکزی: ځيني کاندیدان ابتدایې سواد نه لري

په افغانستان کې یو شمیر کارپوهانو او د بشر دحقونو مدافعینو د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا د کاندیدانو د  اپتدایې نوم لړ له  خپریدو وروسته  په دغه لیست کې د ۴۴ کسانو له ډلي په یو شمیر هغو یې نیوکي کړي او ویره یې ښولي چې روان لیست ته په کتو سره به یو شمیر د جنګي جنایتونو تر سره کونکي او د بشر د حقونو ناقضین په ټاکنو کې ګډون لاره ومومي.

تیره ورځ د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ  څوکۍ  ته د ۴۴ کاندیدانو اپتدایې نوم لیست خپور کړ.

سیاسي  کارپوه او د کابل پوهنتون د  حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي ښونکي نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې  په دغه لیست کې داسي کاندیدان هم تر سترګو کیږي چې ابتدایې سواد نه لري او د یوې ادارې له کار سره هم بلدتیا نه لري.

نوموړي په دغه لیست کې شامل  کسان په څلورو ډلو وویشل.

ښاغلي ستانکزي وویل چې په دغه نوم لړ کې لومړۍ  ډله کسان هغه څیرې دي چې په ریښتیا هم ډیر غښتلي او جدي کاندیدان دي، دوهمه ډله سلیقوي کاندیدان دي، دریمه ډله هغه کاندیدان دي چې غواړي سیاسي معاملې تر سره کړي او څلورمه ډله هم هغه کاندیدان دي چې د بهرنیو هیوادونو په فشار دې ته اړ  ایستل شوي چې په ټاکنو کې برخه واخلی.

 نوموړي د ټول ټاکنو په خپلواک  کمیسیون  نیوکه وکړه چې ځيني مسلې یې جدي نه دي ګڼلي او د دغه کار پایله ده چې اوس د بشر د حقونو د یو شمیر ناقضینو او جنګي جنایت کارانو نومونه په دغه لیست کې لیدل کیږي.

نوموړي وویل چې که په تیرو اوو کلونو کې د انتقالي عدالت پروسه پلي شوي وای نو اوس به افغانان له دغه حالت سره نه مخامخ کیدل.


May 17th, 2009


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات